خبرونه

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د ګربز ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره وکتل
دلو ۱۲، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ګربز قومي مشرانو او علماوو څخه په مننې وويل، د ګربز ولسوالۍ اوسېدونکو د اشغال پر وړاندې د جهاد په ملاتړ کې مهم رول درلود او تل يې د مجاهدينو خدمت کړی دی.

د فاریاب ولایت د علماوو شورا رئيس سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
دلو ۱۱، ۱۴۰۲

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي محترم شیخ حیات الله حلیم ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د امنیت تامین او د خلکو ارامي د اسلامي امارت له دندو څخه دي او مسوولین په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدماتو رسولو...

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د حج ملي کمېټې غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه
دلو ۱۱، ۱۴۰۲

په دې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې لومړی د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محترم شیخ القران والحدیث مولوي محمدثاقب د دې وزارت د اقداماتو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د روان کال د حج پروسې ، محترمو حاجیانو ته د خدماتو، مسکن او روغتیایي اسانتیاوو برابرولو...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: متوازن پرمختګ به ټولو ولسوالیو او سیمو ته ورسیږي
دلو ۱۱، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په خوست کې د پکتیکا د نکې ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او علماوو سره ولیدل.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خوست له قومي مشرانو او علماوو سره ولیدل
دلو ۱۱، ۱۴۰۲

محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت حکومت د سیمې او قوم له پلوه ټول شموله وباله او وې ویل، پخوانیو فاسدو څېرو ته ملت د حکومت کولو اجازه نه ورکوي او نه هم اسلامي امارت ته د زغم وړ دي.

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس له یو شمېر چینایي تاجرانو او پانګوالو سره وکتل
دلو ۱۱، ۱۴۰۲

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل اسلامي امارت د ملت د سوکالۍ او بسیاینې لپاره هڅې کوي او د همدې لپاره ملي او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته د پانګونې لازمې اسانتیاوې برابروي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو تړونونه لاسلیک شول
دلو ۱۱، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند دغه پروژې د معیاري ترانسپورټ د رامنځته کېدو او ددې برخې د پرمختګ په برخه کې مهمې وبللې او له قراردادي شرکتونو یې وغوښتل چې خپل کارونه په ښه کیفیت او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.