خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون غونډه وکړه
دلو ۱۴، ۱۴۰۲

په دې غونډه کې لومړی په کابل کې د "افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار" ناسته چې تېره اونۍ جوړه شوې وه تر بحث لاندې ونیول شوه چې تر ارزونو وروسته دغه ناسته د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره مهمه او بریالۍ وبلل شوه.

د کندهار او بادغیس له مرستیال واليانو او د بادغیس امنیه قومندان او یو شمېر مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
دلو ۱۴، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ له اشغالګرو سره د مبارزې پر مهال د مجاهدینو، زحمتونه، سرښندنې، تکلیفونه او خدمتونه وستایل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال لوګر ولایت ته سفر وکړ
دلو ۱۳، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر، په تېرو دوو جهادي دورو کې د لوګر ولسونو د قربانیو په یادونې سره وویل، د لوګر اوسېدونکو د اسلامي نظام د راتګ او حاکمیت لپاره نه هېرېدونکې سرښندنې او قربانۍ ورکړي دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د جوزجان مرستيال والي سره وليدل
دلو ۱۲، ۱۴۰۲

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت مجاهدينو او مسؤولينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، خلکو ته خدمت او د هغوی د امنيت او ارامۍ لپاره هڅې لوی مسوولیت ياد کړ چې دا مهال يې د اسلامي امارت مسؤولين...

د رياست الوزرا اداري مرستيال د هيواد يو شمېر ډاکټرانو او متخصصينو سره وکتل
دلو ۱۲، ۱۴۰۲

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی سره په کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ روغتيا د خلکو اساسي اړتيا وبلله وې ويل، اسلامي امارت افغانانو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او مسؤولين هڅه کوي...

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
دلو ۱۲، ۱۴۰۲

په دې غونډه کې، د لوړو زده کړو، پوهنې، کانونو او پټرولیم او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو، د فرامينو او احکامو د څارنې او تعقيب عمومي رياست، چارو ادارې، پکتيکا ولايت، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې...

مولوي عبدالکبیر: د ملګرو ملتونو وروستی راپور له حقیقت څخه لرې دی
دلو ۱۲، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن پکتیا ولايت ته د خپل سفر په لړ کې، د قومي مشرانو او علماوو جوړه شوې غونډه کې ګډون او وينا وکړ.