خبرونه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان او روسیه ښې سیاسي – اقتصادي اړیکې لري او دواړه لوري باید په ګډه د یادو اړیکو پراخېدو لپاره هڅې وکړي او چا ته اجازه ور نه کړي، چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي.
په دغه غونډه کې چې مشري یې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کوله، د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخوند، د افغانستان بانک عمومي سرپرست رئیس الحاج ملا هدایتالله بدري او د مجوزو بانکونو د سهمدارانو استازو حضور درلود.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر د یاد کنفرانس جوړېدل مهم وبلل او له جوړونکو یې مننه وکړه. هغه هیله وښوده، چې د دې کنفرانس علمي تحقیقات او وړاندیزونه به له اړوندو ادارو سره د اقلیمي بدلون...
محترم مولوي عبدالسلام حنفي ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، ياد پلاوی به د ګچ خانې سيمې د خلکو ستونزو حل کې لويه مرسته وکړي او د هغوی فعاليت يې وستايه.
په دې غونډه کې، لومړی د اداري کمېسيون له لوري ټاکل شوي پلاوي د نيمروز او د هرات د تور غونډۍ ګمرکونو د پراختیا په موخه د ځمکې برابرولو په اړه د يادو ګمرکونو د ارزونې پايلو راپور وړاندې کړ.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د ښاغلي فریدون سینیرلي اوغلو د راپور له مثبتو ټکو سره موافق دی، خو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره توافق نه لري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د قومونو د انسجام په برخه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له هڅو په مننې وویل، د تارېخ په اوږدو کې ټولو افغان قومونو د خپل مسؤولیت په ادا کولو سره ملي یووالي ساتلی دی.