خبرونه
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، د سرتاسري امنیت تامین او د اجتماعي رفاه ایجاد د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي چې سیمه ییز مسؤلین په دې برخه کې لا زیات مکلفیت لري.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده او د درزاب ولسوالۍ د امنیه قومندان او نورو مسؤلینو فعالیتونه او کړنې وستایلې.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر نن د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د دستار بندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون د دارالامان محمدیه دارالعلوم د حدیثو د لویې دورې په فراغت غونډه او دستاربندۍ کې ګډون او وینا وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ۱۳۵۷ کال د غویي پر اومه نېټه د کمونیستانو کودتا او په هیواد کې د بدبختیو، ستونزو او کړاوونو پیل ته په اشارې وویل، تر دې کودتا یو کال وروسته د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد شاوخوا سل زره عسکرو...
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی سره په کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د عمومي افکارو تنوير، د ټولنې د بچيانو روزنې او اسلامي نظام استحکام په برخو کې د علماوو رول مهم وباله.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه وویل، هیوادوالو ته د خدماتو رسول، د امنیت تامین او د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت له ژمنتیاوو څخه دي او محلي مسوولین په دې برخه کې مکلفیت لري.