خبرونه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لغمان ولایت د کوچیانو له قومي مشرانو سره وکتل
حوت ۰۵، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر، د کوچیانو له دغو قومي مشرانو په مننې وویل، کوچیانو د نورو افغانانو په څېر د جهاد په دواړو دورو کې فعاله ونډه اخیستې او قربانۍ یې ورکړي دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نورستان له مرستیال والي سره وکتل
حوت ۰۵، ۱۴۰۲

محترم مولوي عبد الکبیر له ټولو مرستندویه ادارو په مننې وویل، ټولې اړوند امارتي ادارې، مرستندویه مؤسسې او بنسټونه دې زیان سره مخ کورنیو لپاره د اساسي سرپناه جوړولو لپاره لاس په کار شي.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د فاریاب له یو شمېر قومي مشرانو او علماؤ سره وکتل
حوت ۰۵، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع راغلو مشرانو او علمای کرامو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د خلکو له ستونزو ځان خبر او د خپلو امکاناتو په محدوده کې یې د حل اقدام وکړي.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي
حوت ۰۴، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبیر پرون ماښام له سراج الاسلام دارالعلوم څخه د فارغو شویو علماوو د دستار بندۍ په مراسمو کې برخه واخیسته.

دتېرې ادارې یوشمېر مسؤلینو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول
حوت ۰۲، ۱۴۰۲

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشاء رئیس مولوي ذاکر هېواد ته د پخوانیو چارواکو په راتګ خوښي څرګنده کړه او هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې یادونه وکړه چې...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ولایت د ځوانانو شورا له غړو سره ولیدل
حوت ۰۲، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، په تېره شل کلنه مبازره کې یوازې د مدرسو فارغو ځوانانو نه، بلکې د افغانستان ټولو ځوانانو ډېره قرباني ورکړې، فعاله مبارزه یې کړې او اوس هم په اسلامي امارت کې تر ډېره ځوانان فعاله ونډه لري.

د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه ترسره شوه
حوت ۰۲، ۱۴۰۲

په دې غونډه کې، د افغانستان او سیمې پر وضعیت، دوحې ناستې او په اجنډا کې پر شاملو یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو. دغه راز د پسرلي په راتلو سره په هیواد کې د نیالګیو کېنولو په اړه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې پر طرحې هم خبرې وشوې.