خبرونه
له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هیواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون له لارې نن د تېرې ادارې د نفت او ګازو ادارې رئیس فرید الله شېرزي او څو تنو مسؤولینو ته چې له بهره بېرته هیواد ته راستانه شوي، د مصؤنیت کارتونه وروېشل شول.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په جلا کتنو کې د کابل ښار د دوه ويشتو ناحیو یو شمېر مخورو، علمای کرامو، ګذر وکیلانو، د اهل تشیع او اهل هنودو استازو او د پکتيا ولايت يو شمېر سوداګرو سره ولیدل.
د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د لارښوونې په اساس محترم ملا حمدالله فطرت د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په توګه له ټاکل کېدو وروسته، نن رسماً خپلو همکارانو ته معرفي او په کار پیل وکړ.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت توانېدلی د اداري فساد او د نشه یي توکو د کر، استعمال، قاچاق او تجارت په لمنځه وړو، د پایداره سولې او امنیت په ټینګښت، بېوزلو سره په مرستې، د روږدو کسانو په راټولولو او درملنې او د یو میلیون بېرته...
د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د اهل تشیع علماوو، مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اهل تشیع تل د نظام همکار پاتې شوي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر د پوهنتونونو فعالیت د ټولنې اړتیا وبلله او په وینا يې حکومت په لویه کچه د خصوصي لوړو زدکړو له ټولو بنسټونو څخه ملاتړ او په چارو کې ورته د اسانتیاوو رامنځ ته کولو ډاډ ورکوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، ولسونو په ځانګړي ډول بېرته راستانه شویو مهاجرو ته د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له تعهداتو څخه دي او مسؤلین...