خبرونه

د کابينې ۱۶مه غونډه؛ خوست کې د سرطاني ناروغيو کمپلکس جوړول تائيد شول
دلو ۲۴، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپاړسمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ دوشنبه «شعبان المعظم لومړۍ/ سلواغې ۲۳ مه» ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د روحاني بابا ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علماؤ سره وکتل
دلو ۲۴، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع راغلو مشرانو او علمای کرامو ته د ښه راغلاست پر مهال په تېرو شلو کلونو کې د اشغال پر مهال د دې ولسوالۍ د مجاهدینو، علمای کرامو او ولسونو سرښندنې او قربانۍ وستایلې...

د (ای ها ها) خیریه موسسې استازي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
دلو ۲۳، ۱۴۰۲

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له محترم عبدالله التای سره د کتنې د هرکلي ترڅنګ په افغانستان کې د مرستې رسولو او خیریه کارونو په برخه کې د (ای ها ها ) خیریه موسسې کړنې او فعالیتونه موثر وبلل او له دې امله یې...

مولوي عبدالکبیر په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو کمپ او کمیسارۍ ولیدل
دلو ۲۳، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تورخم له کمیساري اوښارګوټي څخه د لیدنې پر مهال اړونده مسؤولینو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې په تورخم کې شته ستونزې به جدي تعقیب او کوښښ به وشي چې مسافرو او ناروغانو ته لازم سهولتونه برابر شي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د اهل تشيع يو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل
دلو ۲۲، ۱۴۰۲

د رياست الوزرا اداري مرستيال د ملت او نظام ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او استحکام لپاره د علماوو او مشرانو رول مهم ياد کړ او له هغوی يې وغوښتل ترڅو په دې برخه کې لا ډېره هڅه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د کابل ښاروالۍ تخنيکي مرستيال سره وکتل
دلو ۲۲، ۱۴۰۲

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښاروالۍ تخنيکي مرستيال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نظم، تنظيف او انکشافي پروژو لپاره د يادې ادارې فعاليتونه او کړنې وستايلې.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: ‎ګاونډیان او نړیوال باید مطمئن وي چې له افغانستان څخه چاته ګواښ نه پېښېږي
دلو ۲۲، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت ‎د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په ننګرهار کې د قومي مشرانو او علماوو په ستره ولسي ناسته کې ګډون او وینا وکړه.