خبرونه
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، د سراسري امنیت تامین او د مجاهدینو وضعیت او د شهیدانو کورنیو ته رسېدنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده مسوولین او مجاهدین دې کوښښ وکړي چې د امنیت د تامین، د خلکو ارامي...
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، د مجاهدینو وضعیت او د شهیدانو کورنیو ته رسېدنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده او د امکان ترحده د پراختیایي پروژو د تطبیق په برخه کې رسیدګي کوي.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال د ځوان نسل په روزنه کې د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې د استازو رول مهم وباله او وې ویل، هیله ده ځوان نسل داسې وروزئ...
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د دې قطعې مجاهدینو ته په وینا کې وویل، د خوښۍ ځای دی چې د سپېڅلي جهاد، شهیدانو، ټپیانو او مجاهدینو موخې ترلاسه شوي او ارمانونه یې پوره شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر نن لغمان ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د دې ولایت د قومي مشرانو، علماوو او مسؤولینو په يوه لویه غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ، نن د ۱۴۴۵ هـ.ق کال حاجيانو د لېږد څرنګوالي په اړه د اسلامي امارت کابينې له لورې د مؤظف پلاوي غونډه جوړه شوه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر د لغمان له ولایتي ادارې څخه مننه وکړه او وې ویل، د خلکو رضایت او د هغوی د ستونزو ختمول باید لومړیتوب اوسي او په هره کچه دې مسؤولین له ولسونو سره همغږي پیاوړې کړي.