خبرونه
د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل دنیاوال اوس د افغانستان له واقعیتونو خبر شوي، اسلامی امارت د خلکو د ژوند او اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته ټولو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي، دا مهمه ده چې ټول افغانان له دولتي مرستو او خدماتو برخمن او په حکومت کې شامل دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي محترم انجنیر محمدامین کریم ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د امنیت تامین، د فساد له منځه وړل او په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدماتو برابرول د اسلامي امارت له مسوولیتونو...
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، افغان علماء او قومي مشران د حکومت او ملت تر منځ د ارتباط قوي آدرسونه یاد کړل او وې ویل، اسلامي امارت د اهل تشیع علماوو له همکارۍ خوښ او مشورو ته یې په درنه سترګه ګوري.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اولسمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «شعبان المعظم ۸مه/ سلواغې ۳۰ مه» ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
د غونډې په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د یادې کمیټې رئیس محترم الحاج نور الدین عزیزي، بېرته راستنېدونکو سوداګرو ته د اسانتیاؤ د ایجاد په موخه د دې کمېټې د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د خلکو د امنيت تأمين د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دی او د خوښۍ ځای دی، چې مسؤولين توانېدلي د خلکو امنيت تأمين کړي.