خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج خلیل الرحمان حقاني، د یاد وزارت معینانو او استازو سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن ماسپښين د معاشونو او تشکیلاتو کمېسيون غونډه د یاد کمېسیون د محترمو غړو په حضور کې سره جوړه شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير نن د کورنیو چارو له سرپرست وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني او د کورنيو چارو وزارت او اسلامي امارت له یو شمېر مسؤولینو سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د کاپيسا له والي محترم قاري صاحب احسان الله بریال سره وکتل.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو او مسوولینو سره وکتل.
د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.