خبرونه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د خوست او کندز له یو شمېر مشرانو او علماوو سره ولیدل
جوزا ۱۳، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر نن په یوه ګډه غونډه کې د کندز او خوست ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره ولیدل.

د ریاست الوزارء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره وکتل
جوزا ۱۳، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزارء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محمدیونس مومند په مشرۍ له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره کتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د هيواد یو شمېر پانګه والو سره وکتل
جوزا ۱۱، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د سوداګرۍ خونو سرپرست حاجي محمد یونس مهمند، د صرافونو ټولنې مرستیال حاجي بهرام او یو شمېر پانګه والو او سوداګرو سره وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د بلخ والي سره ولیدل
جوزا ۱۰، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د بلخ له والي حاجي محمد یوسف وفا سره ولیدل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د کندوز والي سره ولیدل
جوزا ۱۰، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر نن د کندوز له والي ملا نثاراحمد نصرت سره ولیدل.

مولوي عبدالکبیر: د روغتیایي خدماتو معیاري کول جدي اړتیا ده
جوزا ۱۰، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء دسیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ نن د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو او دطبي شوری د سرپرستانو په حضور کې د طبي شورا د چمتو شویو کاري طرحو په اړه ناسته وشوه.

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د فوټبال فدراسیون او ملي لوبډلې له غړو سره ولیدل
جوزا ۰۸، ۱۴۰۲

د ریاست الوزارء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر نن د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له مسؤولینو، د فوټبال فدراسیون رهبرۍ او د ملي ټیم لوبغاړو سره ولیدل.