خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ګردیز ښار د مېشتو قومونو له استازو او مخورو سره ولیدل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما سیاسي مشر سکاټ سمیټ او مل پلاوي نن د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رئیس مولوي ذاکر سره په سپیدار ماڼۍ کې ولیدل.
۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اومه نیټه څو تنو پردي پالو کمونستانو په افغانستان کې کودتاه وکړه، چې په هیواد کې د ډيرو ناورینونو او بدمرغیو لامل شو.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي سیاسي مرستیال مارکوس پوتزل سره وکتل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپیدار ماڼۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين په افغانستان کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګینای سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي رباني او د یاد ولایت د یو شمېر ادارو رئیسانو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.