خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کوچني اختر په درېیمه ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د اسلامي امارت يو شمېر مسؤلینو، دیني علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبیر د کوچني اختر په دویمه ورځ له يو شمېر هغو شخصیتونو، د اسلامي امارت غړو او مقاماتو سره وکتل، چې د اختر مبارکۍ لپاره یې تشریف راوړی وو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د کابینې ځینو غړو، په کابل کې مېشتو کوردیپلوماتانو او د اسلامي امارت غړو او مجاهدینو په سپیدار ماڼۍ کې د کوچني اختر لمونځ د شیخ شهاب الدین دلاور په خطابت ترسره کړ.
د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ نن سهار د ارګ په جامع جومات کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې اداء شو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماښام د روژه ماتي مېلمستیا په ترڅ کې د رسنیو له لسګونو مسؤولینو، خبریالانو او د سیاسي چارو له کارپوهانو سره ولیدل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د (ICRC) کمېټې نړیوالې له رئیس ایلوا فیلیون، د یادې کمېټې عملیاتي مسئول ادریان زیمرمن او سیاسي سلاکار
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.