خبرونه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل
ثور ۰۳، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کوچني اختر په درېیمه ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د اسلامي امارت يو شمېر مسؤلینو، دیني علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره وکتل.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د هيواد يو شمېر مهمو شخصيتونو سره وکتل
ثور ۰۳، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبیر د کوچني اختر په دویمه ورځ له يو شمېر هغو شخصیتونو، د اسلامي امارت غړو او مقاماتو سره وکتل، چې د اختر مبارکۍ لپاره یې تشریف راوړی وو.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال : د خوښۍ ځای دی چې افغانان په ازاده او ارامه فضا کې اختر نمانځي
ثور ۰۱، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د کابینې ځینو غړو، په کابل کې مېشتو کوردیپلوماتانو او د اسلامي امارت غړو او مجاهدینو په سپیدار ماڼۍ کې د کوچني اختر لمونځ د شیخ شهاب الدین دلاور په خطابت ترسره کړ.

د ارګ په جامع جومات کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ اداء شو
ثور ۰۱، ۱۴۰۲

د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ نن سهار د ارګ په جامع جومات کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې اداء شو.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د رسنیو له لسګونو مسؤولینو ، خبریالانو او سیاسي کارپوهانو سره ولیدل
حمل ۲۹، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماښام د روژه ماتي مېلمستیا په ترڅ کې د رسنیو له لسګونو مسؤولینو، خبریالانو او د سیاسي چارو له کارپوهانو سره ولیدل.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان لپاره د سره صلیب (ICRC) نړیوالې کمېټې له پلاوي سره وکتل
حمل ۲۹، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د (ICRC) کمېټې نړیوالې له رئیس ایلوا فیلیون، د یادې کمېټې عملیاتي مسئول ادریان زیمرمن او سیاسي سلاکار

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جاپان له سفیر سره وکتل
حمل ۲۸، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.