خبرونه

د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه
حوت ۲۰، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د پرمختللي او پر ځان بسیا افغانستان لپاره هڅې کوي
حوت ۱۸، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د شینوارو یو شمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو سره وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال سره ولیدل
حوت ۱۸، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کی د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال کریمي بامیاني او جنرال صداقت سره وکتل.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
حوت ۱۸، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه نن ترسره شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ
حوت ۱۷، ۱۴۰۱

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ. د یاد کانال څخه د لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال تر څنګ، د ریاست الوزراء اداري مرستیال

مولوي عبدالکبیر: د هېواد ټولو مدرسو او علمای کرامو ته به ځانګړی پام وشي
حوت ۱۶، ۱۴۰۱

د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د خوست ولایت د جهادي مدرسې له مشر شیخ مولوي افضل حسین او د دې مدرسې له یو شمېر علماؤ او استادانو سره وکتل.

رئیس الوزراء د نوي کال د رارسېدو په مناسبت یو نیالګی کېنوه
حوت ۱۶، ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن آخوند نن سهار د نوي کال رارسېدو په مناسبت د ارګ په محوطه کې یو نیالګی کېنوه.