خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا سره په ارګ کې وکتل
دلو ۰۴، ۱۴۰۰

محترم حنفي د جاپان له بشري مرستو د مننې ترڅنګ د دواړو هيوادونو اړيکې نيکې او تاريخي وبللې او د هغو پر پياوړتيا او پراختيا يې ټينګار وکړ.

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير په افغانستان کې د جاپان سفير سره وکتل
دلو ۰۴، ۱۴۰۰

په افغانستان کې د جاپان سفير په پيل کې د افغانستان اقتصادي کنفرانس ترسره کېدو مبارکي وويله او هغه يې مهم فرصت وباله. همداراز د اقتصادي ځان بسياينې لپاره يې د ا.ا.ا رهبرۍ عزم وستايه.

د نوي پيل تر سرلیک لاندې د افغانستان د اقتصاد کنفرانس جوړېدل
جدی ۳۰، ۱۴۰۰

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخند د افغانستان د اقتصاد کنفرانس چې د «نوي پیل» په نوم په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوی و، په خپله وینا رسما پرانیست.