خبرونه

د ارګ په جامع جومات کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې او دعا مراسم ترسره شول
قوس ۲۴، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند، د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم الحاج سراج الدین حقاني، د ملي دفاع سرپرست وزیر الحاج مولوي محمد یعقوب مجاهد،...

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د کابل ولایت له یو شمېر ځوانانو سره وکتل
قوس ۲۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، ځوانان د ټولنې د ملاتېر جوړوي چې په بېلابېلو دورو کې یې د هیواد د ابادۍ او خپلواکۍ لپاره مېړانه او سرښندنې کړي دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ
قوس ۲۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د شهید خلیل الرحمن حقاني تقبله الله پاک روح ته دعا وکړه او هغه یې یو پیاوړی مجاهد او د ولس رښتنی خدمتګار وباله او ویې ویل چې دا د اسلامي امارت له پاره یوه نه جبرانېدونکې ضایع ده.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د قرطاسیې واردوونکو يو شمېر سوداګرو سره وکتل
قوس ۲۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د افغان سوداګرو او پانګه والو ملاتړ کوي او تر خپلې وسې هڅه کوي د هغوی ستونزې رفع او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د ترکيې خیریه بنسټونو له استازو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه
قوس ۲۱، ۱۴۰۳

محترم سیاسي مرستیال له افغانانو سره د ترکانو د مرستو ستاینه وکړه او ویې ویل، اسلامي امارت به په افغانستان کې له ترکي خیریه بنسټونو سره په هره کچه چې اړتیا وي مرسته وکړي، څو په اغېزناکه توګه خپلې چارې ترسره کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د حج ملي کمېټې غونډه جوړه شوه
قوس ۲۱، ۱۴۰۳

په دې غونډه کې لومړی د کعبې شریفې د حاجیانو او زیارت کوونکو د انتقال د څرنګوالي، د الوتنو د وخت د مشخص کولو، د ټرانسپورټ او بانکي چارو د تنظیم په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه او وروسته په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون فوق‌العاده غونډه ترسره شوه
قوس ۲۱، ۱۴۰۳

په دغه غونډه کې د یوشمېر هغو پرېکړو په اړه له اړوندو وزارتونو او ادارو سره د تطبیق او عملي کولو په اړه بحث او سپارښتنې وشوې، چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري یې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت...