د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د کابل ښار د ۱۹ ناحیې له یو شمېر قومي مشرانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه
قوس ۲۸، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د ۱۹ ناحیې یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د کابل ښار په ډېرو برخو کې د پاکو اوبو د رسولو او د پراختیايي پروژو چارې پيل شوي چې له بشپړېدو سره به یې د ډېرو ښاریانو ستونزې حل شي.

د‌ رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار مهمندرې ولسوالۍ د شينوارو يو شمېر مخورو سره وکتل
قوس ۲۷، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مخورو او مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د خلکو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړی او هڅې کېږي چې له ممکنو لارو د ولسونو وړاندېزونو ته رسيدګي وشي.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د کابل او لوګر ولایتونو د جهادي مدرسو له مهتممینو سره وکتل
قوس ۲۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د هېواد په کچه د جهادي مدرسو له هڅو او فعالیتونو څخه په خوښۍ وویل، اسلامي امارت د عصري زده کړو د مرکزونو تر څنګ د دیني مدرسو او بنسټونو پرمختګ او د ستونزو حل ته ژمن دی.

د پنجشیر او پکتیا ولایتونو د جهادي مدرسو له مهتممینو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه
قوس ۲۶، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر د جهادي مدرسو فعالیتونه وستایل او وې ویل، اسلامي امارت د هېواد د غوره راتلونکي په موخه د ټولو ښوونیزو مرکزونو ملاتړ کوي او د ودې لپاره یې هڅې روانې دي.

د کندز ولایت یو شمېر قومي مشرانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه
قوس ۲۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د کندز قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت د افغانانو شریک کور دی او ټول قومونه په کې خپل ځای لري.

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پر یوشمېر موضوعاتو بحث وشو
قوس ۲۶، ۱۴۰۳

په دغه ناسته کې د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې پر مسوده، په ساختماني پروژو کې د غوري سیمنټو پر کارولو، د خوست ولایت غلام خان او د کندهار ولایت د سپين بولدک ګمرکونو ته د ځمکې د لېږد او ...

د رياست الوزراء اداري مرستيال د تخار د ورسج ولسوال سره وکتل
قوس ۲۵، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولايت د ورسج ولسوال سره پر دې کتنې خوښي وښوده او وې ويل، د اسلامي امارت مسؤلين بايد د ټولنيزې هوساينې او هيوادوالو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په هره برخه کې د هغوی غوښتنو...