خبرونه

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړی استازي سره وکتل
قوس ۲۰، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو مننه وکړه وې ويل، د بدیل کښت په برخه کې د اروپايي ټولنې وروستۍ مرسته مهمه ده.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د نوي کابل ښار د لومړي فاز ۲،۶ پارسل (برخې) په افتتاحیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
قوس ۲۰، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د نوي کابل ښار پروژې تطبیق یو ستره او ملي پروژه وبلله چې په عملي کولو سره به یې د افغان ټولنې په اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې لوی بدلون رامنځته شي. دغه راز به افغانستان په سیمه کې د انرژۍ، اوبو، سړک، کرنې او نورو...

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د کابل ښار دوه وېشتمې ناحیې د ګذر وکیلانو سره وکتل
قوس ۲۰، ۱۴۰۳

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع څرګنده کړه، د تېرو شلو کلونو په موده کې په ډېرو برخو په ځانګړي ډول د ځمکو او شرعي قبالو په برخه کې زیات جعل او تذویر شوی، همدا لامل دی چې پلټنه او څارنه یې زیات وخت او دقت غواړي.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د بغلان له يو شمېر علمای کرامو سره وکتل
قوس ۲۰، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير، د بغلان ولایت علماوو ته د ښه راغلاست پرمهال وويل، اسلامي امارت د مسؤل او اسلامي نظام په توګه د علماوو او قومونو مشورو ته اړتيا لري او همدارنګه حکومت خپلې چارې د ولس غوښتنو ته په پام مخکې وړي.

د تېرې ادارې د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو سره د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس کتنه
قوس ۱۹، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس محترم مولوي ذاکرالله ذاکر، د تېرې ادارې د پارلمان غړو ته د هرکلي ترڅنګ وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هیڅوک دې پکې د پردیتوب احساس نه کوي.

د تېرې ادارې څو تنو پوځیانو او مسوولینو ته د مصونیت کارتونه ورکړل شول
قوس ۱۹، ۱۴۰۳

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د دارالانشأ رئیس محترم مولوي ذاکرالله ذاکر، یادو پخوانیو مسوولینو ته د ښه راغلاست تر څنګ هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت د عمومي عفوې د فرمان پر بنسټ هیڅوک د پخوانۍ دندې او فعالیت له امله نه پوښتل کېږي.

د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه
قوس ۱۹، ۱۴۰۳

په دې ناسته کې د سوریې او منځني ختیځ په وروستيو تحولاتو، له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د اړیکو او تعامل په پراختیا او په افغانستان کې په شویو سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرمختګونو خبرې وشوې.