خبرونه
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، اسلامي امارت د امنیت د ټینګښت او ولسونو ته د خدمت ترڅنګ په نورو بېلابېلو برخو کې دوی ته د لازیاتې اسانتیا برابرولو او هوساینې ته ژمن دی.
اقتصادي معاونیت به یادې پروژې د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا د عمومي منشي سرګي شویګو په مشرۍ له هغه لوړپوړي پلاوي سره شریکې کړي، چې د روانې قوس میاشتې په پنځمه نېټه یې کابل ته سفر کړی و.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند، د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم الحاج سراج الدین حقاني، د ملي دفاع سرپرست وزیر الحاج مولوي محمد یعقوب مجاهد،...
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، ځوانان د ټولنې د ملاتېر جوړوي چې په بېلابېلو دورو کې یې د هیواد د ابادۍ او خپلواکۍ لپاره مېړانه او سرښندنې کړي دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د شهید خلیل الرحمن حقاني تقبله الله پاک روح ته دعا وکړه او هغه یې یو پیاوړی مجاهد او د ولس رښتنی خدمتګار وباله او ویې ویل چې دا د اسلامي امارت له پاره یوه نه جبرانېدونکې ضایع ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د افغان سوداګرو او پانګه والو ملاتړ کوي او تر خپلې وسې هڅه کوي د هغوی ستونزې رفع او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
محترم سیاسي مرستیال له افغانانو سره د ترکانو د مرستو ستاینه وکړه او ویې ویل، اسلامي امارت به په افغانستان کې له ترکي خیریه بنسټونو سره په هره کچه چې اړتیا وي مرسته وکړي، څو په اغېزناکه توګه خپلې چارې ترسره کړي.