خبرونه
په دې غونډه کې لومړی د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محترم شیخ القران و الحدیث مولوی نور محمد ثاقب د روان کال د حج پروسې په اړه د دې وزارت د کړنو په هکله غونډې ته معلومات وړاندې کړل.
د ریاست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير ټولو فارغانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وويله او زیاته یې کړه، کابل پوهنتون د هېواد په کچه په علمي ډگر او د ځوانانو په روزنه کې اغیزناکه ونډه لري.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي فارغانو ته په خطاب کې وویل، نن تاسو په بریالیتوب یوه تحصیلي دوره پایته ورسوله، اما دا د کار پای نه دی، بلکې ستاسو مکلفیت او مسوولیتونه له دې وروسته پیلېږي او باید هیواد او ملت ته د خدمت لپاره د همت ملا وتړئ او په ټول...
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې صالح مجاهدین د اسلامي امارت مشران وروڼه وبلل وې ويل، اسلامي امارت د جهاد ارزښتونه ساتلي او ټول عمر به خپلو اصولو ته پابند پاتې شي، پر اسلام او اسلامي امارت معامله ناشونې ده.
دغه کارخونه د لوګر ولایت په التمور سیمه کې موقعیت لري چې خصوصي شرکت به یې د جوړولو لپاره شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالر پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۲۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت ولري.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان سفیر سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې، د هغه د هڅو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د پکتیکا ولایت د چارواکو د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، د امنیت په ټېنګښت کې د امنیتي ادارو او مجاهدینو هڅې د قدر وړ دي.