د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د حج ملي کمېټې غونډه وشوه
جدی ۰۵، ۱۴۰۳

په دې غونډه کې لومړی د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محترم شیخ القران و الحدیث مولوی نور محمد ثاقب د روان کال د حج پروسې په اړه د دې وزارت د کړنو په هکله غونډې ته معلومات وړاندې کړل.

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۳ کال د محصلینو فراغت غونډه کې د ریاست الوزراء سياسي مرستیال گډون او وینا
جدی ۰۵، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير ټولو فارغانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وويله او زیاته یې کړه، کابل پوهنتون د هېواد په کچه په علمي ډگر او د ځوانانو په روزنه کې اغیزناکه ونډه لري.

د کابل پوهنتون د بېلابېلو څانګو د محصلینو د فراغت مراسموکې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ګډون او وینا
جدی ۰۵، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالسلام حنفي فارغانو ته په خطاب کې وویل، نن تاسو په بریالیتوب یوه تحصیلي دوره پایته ورسوله، اما دا د کار پای نه دی، بلکې ستاسو مکلفیت او مسوولیتونه له دې وروسته پیلېږي او باید هیواد او ملت ته د خدمت لپاره د همت ملا وتړئ او په ټول...

د‌ رياست الوزراء سياسي مرستيال د بغلان د جامعه رازقیه مدرسې د دستار بندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
جدی ۰۴، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې صالح مجاهدین د اسلامي امارت مشران وروڼه وبلل وې ويل، اسلامي امارت د جهاد ارزښتونه ساتلي او ټول عمر به خپلو اصولو ته پابند پاتې شي، پر اسلام او اسلامي امارت معامله ناشونې ده.

د شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالرو په پانګونې سره د لوګر سیمنټو تولیدي کارخونې تړون لاسلیک شو
جدی ۰۴، ۱۴۰۳

دغه کارخونه د لوګر ولایت په التمور سیمه کې موقعیت لري چې خصوصي شرکت به یې د جوړولو لپاره شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالر پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۲۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت ولري.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ازبکستان سفیر سره وکتل
جدی ۰۳، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان سفیر سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې، د هغه د هڅو قدرداني وکړه.

د پکتیکا ولایت سیمه ییزو چارواکو سره د ریاست الوزراء سياسي مرستيال کتنه
جدی ۰۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د پکتیکا ولایت د چارواکو د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، د امنیت په ټېنګښت کې د امنیتي ادارو او مجاهدینو هڅې د قدر وړ دي.