د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د سرپل والي، د لېوا قومندان او یو شمېر مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۱۸، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولسونو ته د غوره خدماتو برابرولو په برخه کې د دې ولایت د مسؤلینو فعالیتونه او کړنې وستایلې.

د بېلابېلو ولایتونو د خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر مسؤلینو او استادانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۱۸، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د بچیانو د سالمې روزنې په برخه کې د هیواد د علمي کادرونو، استادانو او مسؤلینو هلې ځلې وستایلې.

د اهل تشیع له یو شمېر علماؤ او مخورو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۱۸، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له دوی سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د اسلامي امارت مسؤلین، خلکو ته خدمت او د دوی ستونزو ته رسیدګي خپل مسؤلیت او ویاړ ګڼي.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه
جدی ۱۷، ۱۴۰۳

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړه، د دې غونډو موخه په بېلابېلو چارو خبرې، ستونزو ته د حل لارو موندل، د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول، مسئولیتونو ته پاملرنه، د معلوماتو تبادله، د نیمګړتیاوو پوره کول او د اصلاحاتو راوړل دي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل
جدی ۱۶، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان په مختلفو برخو کې د چين د پانګونې هرکلی وکړ او همداراز د چين دولت څخه يې وغوښتل، چې د برېښنا د توليد او په عصري ماشينري د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو د تجهيز په برخو کې هم همکاري وکړي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د کارګرو او دوکاندارانو، د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو، صنايعو او کانونو خونو يو شمېر غړو سره وکتل
جدی ۱۶، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت په ټول توان د سوداګرۍ فرصتونو د اسانتياوو او برابرولو او د کارونو ښه کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تخار ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل
جدی ۱۳، ۱۴۰۳

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، چې اسلامي امارت د ولس نظام دی، د ولس خدمت او ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت د مسوولینو مسوولیت دی او په پوره اخلاص او صداقت سره یې ترسره کوي.