خبرونه
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولسونو ته د غوره خدماتو برابرولو په برخه کې د دې ولایت د مسؤلینو فعالیتونه او کړنې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د بچیانو د سالمې روزنې په برخه کې د هیواد د علمي کادرونو، استادانو او مسؤلینو هلې ځلې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له دوی سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د اسلامي امارت مسؤلین، خلکو ته خدمت او د دوی ستونزو ته رسیدګي خپل مسؤلیت او ویاړ ګڼي.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړه، د دې غونډو موخه په بېلابېلو چارو خبرې، ستونزو ته د حل لارو موندل، د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول، مسئولیتونو ته پاملرنه، د معلوماتو تبادله، د نیمګړتیاوو پوره کول او د اصلاحاتو راوړل دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان په مختلفو برخو کې د چين د پانګونې هرکلی وکړ او همداراز د چين دولت څخه يې وغوښتل، چې د برېښنا د توليد او په عصري ماشينري د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو د تجهيز په برخو کې هم همکاري وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت په ټول توان د سوداګرۍ فرصتونو د اسانتياوو او برابرولو او د کارونو ښه کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، چې اسلامي امارت د ولس نظام دی، د ولس خدمت او ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت د مسوولینو مسوولیت دی او په پوره اخلاص او صداقت سره یې ترسره کوي.