خبرونه
د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه نن ماسپښین د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشري، د کمېټې د محترمو غړو، د اریانا افغان هوایي شرکت او د کام ایر شرکت د مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند د ايران او افغانستان ترمنځ د پلاويو د تګ راتګ زياتېدو غوښتنه وکړه او وې ويل، اسلامي امارت د تفاهم له لارې له ايران سره د مشکلاتو د حل غوښتونکی دی.
د اداري کمېسيون غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر الله ذاکر د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافير ته ښه راغلاست ووایه او له افغانانو سره یې د هغه هیواد بشري مرستې مهمې وګڼلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د نیمروز د مسؤلینو فعالیتونه او کړنې وستایلې وې ویل، د امنیت ټینګښت او هیوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي چې اړوند مسؤلین به یې د شته امکاناتو په...
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، خلکو ته خدمت، د امنیت ټینګښت او د ولسونو هوساینه د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي او مسؤلین به په دې برخو کې خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال یادو مراسمو ته د خپلې وینا پر مهال وویل، د اسلامي تاریخ په اوږدو کې مدارس د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو د ترسیخ، د دیني شعور او هویت ساتنې په برخه کې فعال مرکزونه پاتې شوي او ټولنو ته هغه هستۍ وړاندې کوي...