د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د یوناما له مرستیال سره وکتل
دلو ۱۶، ۱۴۰۳

محترم ملا صاحب له یاد بنسټ څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري مرستو په توزیع کې شفافیت رامنځته او خپلې مرستې دې پراختیايي برخو ته واړوي، څو له یوه لوري هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او بلخوا ورته د ژوند...

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د امارتي وزارتونو او ادارو د حمایوي پروسو د ساده کولو او یو شان کولو د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
دلو ۱۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء محترم اداري مرستیال د دغو مراسمو د جوړولو له امله د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او وې ویل، د ساده کولو او یو شان کولو پروسه په ټولو اداري مرحلو کې یو منل شوی اصل دی،...

د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کمېسيون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ جوړه شوه
دلو ۱۳، ۱۴۰۳

په دې غونډه کې د ۱۴۰۴ هجري شمسي مالي کال د تشکيل او پلان تر څنګ د هرات، کندهار، جلال آباد، مزارشريف او کندز ښاروالیو د ښاري خدمتونو وړاندې کولو په اړه هر اړخيز بحث ترسره او په هکله يې لازم تصميمونه ونيول شول.

یو شمېر سیاسي شخصیتونو او د تېرې ادارې کارمندانو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول
دلو ۱۳، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محترم مولوي ذاکرالله ذاکر، راستنو شویو هېوادوالو ته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان حق لري دلته په عزت او ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
دلو ۱۱، ۱۴۰۳

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه
دلو ۱۰، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه فابریکې له ترسره شوو کارونو خوښي څرګنده کړه او اړوندو مسوولینو ته یې د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه جوړه شوه
دلو ۰۹، ۱۴۰۳

د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد بورډ د غړو په ګډون ترسره شوه.