د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د قطر هېواد له رئیس الوزراء سره وکتل
دلو ۲۵، ۱۴۰۳

د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند قطر هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د سلواغې میاشتې په ۲۵مه نېټه د قطر هېواد له رئیس الوزراء ښاغلي محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
دلو ۲۵، ۱۴۰۳

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د محترمو غړو په ګډون ترسره شوه.

د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د پرانیستې مراسمو کې د رياست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا
دلو ۲۴، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د نوي خیرخواه سوداګریز مرکز تړون لومړنۍ او لویه پروژه ده چې د فتحې په لومړیو ورځو کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې وشو چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره برنامو باندې د خصوصي سکتور...

د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل
دلو ۲۲، ۱۴۰۳

محترم الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، څرنګه چې د چهارچنار ماڼۍ د چین هیواد په همکاري سره رغول شوې ده، ورته توګه امید لرو چې په نورو بنیادي رغاونو کې هم د اړتیا سره سم د اسلامي امارت له حکومت سره خپله همکاري او توجه جاري وساتل شي.

له بهر څخه راستنو شویو یو شمېر شخصیتونو سره د رياست الوزراء اداري مرستیال کتنه
دلو ۲۲، ۱۴۰۳

د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، د امنیت تامین، د ټولنیزې هوساینې برابرول او د خلکو ستونزو ته رسیدګي د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسیدګي عالي کمېسیون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستیال په مشري ترسره شوه
دلو ۲۱، ۱۴۰۳

د کډوالو ستونزو ته د رسیدګي عالي کمېسیون غونډه نن ماسپښین د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشري او د یاد کمېسیون د محترمو غړو په ګډون ترسره شوه.

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
دلو ۱۸، ۱۴۰۳

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د محترمو غړو په ګډون ترسره شوه.