د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون د آسیا پاسیفیک حوزې رئیس او مل پلاوي سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۲۹، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دې په بیانولو سره چې افغانان د اقلیمي تغییراتو، طبیعي پېښو لکه زلزلې او سېلابونو له امله سخت زیانمن شوي، دغه راز زرګونه افغانان د ځینو ګاونډیو هیوادونو له لورې په اجباري توګه راویستل شوي دي.

د بدخشان له يو شمېر علماؤ او مخورو سره د رياست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۲۹، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، خلکو ته خدمت، د امنیت ټینګښت او د ولسونو هوساینه د اسلامي امارت له تعهداتو څخه دي چې د مسؤلین په دې برخو کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال: اسلامي امارت راستنېدونکو صنعت‌کارانو او پانګوالو ته په صنعتي ساحو کې ځمکې، امتیازونه او اسانتیاوې په پام کې نیولي
جدی ۲۷، ۱۴۰۳

محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وویل، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او دغه راز د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو...

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د چيچنيا د علومو اکاډمۍ رئيس او پلاوي سره وکتل
جدی ۲۰، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي هیوادونه له افغانستان سره دیني، فرهنګي او ټولنیز مشترکات لري او هيله ده د‌ دغو مشترکاتو پر اساس متقابلې اړيکې پراخې شي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
جدی ۲۰، ۱۴۰۳

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت نوي سفیر سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه
جدی ۱۹، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، ښاغلي علي رضا بېګدلي ته د نوې دندې مبارکي وویله او د افغانستان او ایران ترمنځ تاریخي اړیکو او مشترکاتو ته په کتو یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا هیله وښوده.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس له عامې روغتیا څلور لارې څخه تر اریانا څلور لارې پورې غځېدلی واټ او دروازه پرانیستل
جدی ۱۸، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتيژیکو اړیکو مرستیال محترم قاري عبدالستار سعید د یاد واټ او دروازې پرانیسته د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنه وبلله وې ویل، اوس افغانستان بشپړخپلواک دی او د اشغال پاتې اثار ورځ په ورځ...