خبرونه

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
دلو ۰۴، ۱۴۰۳

د اداري کمېسيون غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د رياست الوزراء سياسي معاونیت دفتر عمومي رئيس د بريتانيا سفارت شارژدافير سره وکتل
دلو ۰۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر الله ذاکر د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافير ته ښه راغلاست ووایه او له افغانانو سره یې د هغه هیواد بشري مرستې مهمې وګڼلې.

د نیمروز والي سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
دلو ۰۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د نیمروز د مسؤلینو فعالیتونه او کړنې وستایلې وې ویل، د امنیت ټینګښت او هیوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي چې اړوند مسؤلین به یې د شته امکاناتو په...

د غور ولایت له يو شمېر علماؤ سره د رياست الوزراء اداري مرستیال کتنه
دلو ۰۱، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، خلکو ته خدمت، د امنیت ټینګښت او د ولسونو هوساینه د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي او مسؤلین به په دې برخو کې خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خوست ولایت کې د فاضلانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ
جدی ۲۹، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادو مراسمو ته د خپلې وینا پر مهال وویل، د اسلامي تاریخ په اوږدو کې مدارس د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو د ترسیخ، د دیني شعور او هویت ساتنې په برخه کې فعال مرکزونه پاتې شوي او ټولنو ته هغه هستۍ وړاندې کوي...

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون د آسیا پاسیفیک حوزې رئیس او مل پلاوي سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۲۹، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دې په بیانولو سره چې افغانان د اقلیمي تغییراتو، طبیعي پېښو لکه زلزلې او سېلابونو له امله سخت زیانمن شوي، دغه راز زرګونه افغانان د ځینو ګاونډیو هیوادونو له لورې په اجباري توګه راویستل شوي دي.

د بدخشان له يو شمېر علماؤ او مخورو سره د رياست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۲۹، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، خلکو ته خدمت، د امنیت ټینګښت او د ولسونو هوساینه د اسلامي امارت له تعهداتو څخه دي چې د مسؤلین په دې برخو کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.