د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د محمديه دارالعلوم د فاضلانو د دستار بندۍ په مراسمو کې د رياست الوزراء سياسي مرستیال ګډون او وینا
جدی ۱۳، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبیر فارغ شوو علماوو ته د فراغت مبارکي وویله او زياته یې كړه، افغانانو په خپل وطن کې په واکمنۍ سره شریعت پلی او امن راوستلی دی.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
جدی ۱۳، ۱۴۰۳

د غونډې په پيل کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اړوندې موضوع بحث او په هر اړخيز ډول يې ارزونه وشوه او وروسته د ترانسپورټي چارو د تنظیم کمېسيون له لوري د نقلیه وسايطو د ملکيت لېږد ترتيب شوی طرزالعمل وارزول شو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د حج ملي کمېټې غونډه جوړه شوه
جدی ۱۲، ۱۴۰۳

د حج ملي کمېټې غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون نن ماسپښین جوړه شوه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شاه او عروس بند د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ
جدی ۱۱، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر د اوبو مدیریت او کرنیزو محصولاتو زیاتوالي ته په اشارې وویل، د شاه او عروس بند جوړول به د کابل ښار او شکر درې ولسوالۍ د اوبو ستونزې حل او تر څنګ به یې اقتصادي پرمختګ، د صنعت زیاتوالی او کرنیز سکتور وده وکړي.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د کابل ښار میوند واټ د لوړ پوړیزو ودانیو اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل
جدی ۱۱، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د ذکر شوې اتحادیې غړو ته د ښه راغلاست پر مهال د سوداګرو همکاري وستایله وې ویل، په ټول هیواد کې عمراني طرحې د ولسونو د هوساینې، آرامۍ او خیر په موخه تطبیقېږي.

د تخار له یو شمېر علماؤ، مجاهدینو او مخورو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۱۱، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي راغلو علماؤ، مجاهدینو او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال د اشغالګرو پر ضد د تخار د ولسونو سرښندنې او مېړانه وستایله وې ویل، په بېلابېلو برخو کې ولسونو ته خدمت او دوی ته د هوسا او ارام ژوند...

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د شاه او عروس بند د ګټه اخیستنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
جدی ۱۱، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، د اسلامي امارت تر فتحې راوروسته په تېرو درې نیمو کلونو کې د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره اساسي ګامونه اخیستل شوي او د اوبو د کنترول او مدیریت په برخه کې هم لازم اقدمات شوي دي.