خبرونه
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ازبکستان ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او وې ویل، په دې سفر کې د ازبکستان لومړي وزیر محترم عبدالله عارف اوف، د ازبکستان د لومړي وزیر...
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او سړکونو پراختیا یوه مهمه او اساسي موضوع وبلله او ازبکستاني لوري ته یې بلنه ورکړه چې د مزارشریف – هرات او له هغه ځای څخه کندهار ته د اوسپنې پټلۍ پروژه کې چې ازبکستان...
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، ازبکستاني پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري وکړي او هلته د صنعت او په سمنګان ولایت کې د سیمنټو د کارخانو جوړولو په برخه...
د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې کتنه کې چې د افغاني سرې میاشتې رئیس محترم شیخ شهاب الدین دلاور هم حضور درلود، لومړی د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د چین هیواد د سره صلیب ترمنځ رامنځته شوې همغږي یې...
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د نمونه یي روغتون د چارو د پرمختګ په موخه د موظف پلاوي غونډه، د یاد پلاوي د غړو او متخصصینو په ګډون جوړه شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې شپاړسمه غونډه کې چې پرون په ارګ کې ترسره شوه، د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.