د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ازبکستان ته له رسمي سفر څخه هیواد ته راستون شو
حوت ۰۵، ۱۴۰۳

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ازبکستان ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او وې ویل، په دې سفر کې د ازبکستان لومړي وزیر محترم عبدالله عارف اوف، د ازبکستان د لومړي وزیر...

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان لومړي وزیر سره وکتل
حوت ۰۴، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او سړکونو پراختیا یوه مهمه او اساسي موضوع وبلله او ازبکستاني لوري ته یې بلنه ورکړه چې د مزارشریف – هرات او له هغه ځای څخه کندهار ته د اوسپنې پټلۍ پروژه کې چې ازبکستان...

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سره وکتل
حوت ۰۴، ۱۴۰۳

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، ازبکستاني پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري وکړي او هلته د صنعت او په سمنګان ولایت کې د سیمنټو د کارخانو جوړولو په برخه...

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
حوت ۰۲، ۱۴۰۳

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رئیس او د چین هیواد د سره صلیب اجرائیوي مرستیال سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
حوت ۰۱، ۱۴۰۳

په دې کتنه کې چې د افغاني سرې میاشتې رئیس محترم شیخ شهاب الدین دلاور هم حضور درلود، لومړی د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د چین هیواد د سره صلیب ترمنځ رامنځته شوې همغږي یې...

د رياست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د نمونه یي روغتون د چارو د پرمختګ په اړه د موظف پلاوي غونډه جوړه شوه
دلو ۳۰، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د نمونه یي روغتون د چارو د پرمختګ په موخه د موظف پلاوي غونډه، د یاد پلاوي د غړو او متخصصینو په ګډون جوړه شوه.

د کابينې شپاړسمه غونډه کې د برېښنا لېږد، پراختيايي پروژو چټکتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو
دلو ۳۰، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې شپاړسمه غونډه کې چې پرون په ارګ کې ترسره شوه، د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.