خبرونه
محترم ملا صاحب له یاد بنسټ څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري مرستو په توزیع کې شفافیت رامنځته او خپلې مرستې دې پراختیايي برخو ته واړوي، څو له یوه لوري هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او بلخوا ورته د ژوند...
د ریاست الوزراء محترم اداري مرستیال د دغو مراسمو د جوړولو له امله د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او وې ویل، د ساده کولو او یو شان کولو پروسه په ټولو اداري مرحلو کې یو منل شوی اصل دی،...
په دې غونډه کې د ۱۴۰۴ هجري شمسي مالي کال د تشکيل او پلان تر څنګ د هرات، کندهار، جلال آباد، مزارشريف او کندز ښاروالیو د ښاري خدمتونو وړاندې کولو په اړه هر اړخيز بحث ترسره او په هکله يې لازم تصميمونه ونيول شول.
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محترم مولوي ذاکرالله ذاکر، راستنو شویو هېوادوالو ته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان حق لري دلته په عزت او ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.
د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دغه فابریکې له ترسره شوو کارونو خوښي څرګنده کړه او اړوندو مسوولینو ته یې د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.
د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد بورډ د غړو په ګډون ترسره شوه.