خبرونه

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت یوشمېر پروژې منظورې کړې
عقرب ۲۶، ۱۴۰۳

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۴۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور،...

د رياست الوزراء سياسي مرستيال په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت له سرپرست سره وکتل
عقرب ۲۶، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال، په ماليزيا کې افغان سرپرست سفیر ته د خپلو سپارښتنو په لړ کې وویل، د افغانانو د ستونزو حل ته دې لومړیتوب او په ښه توګه دې د افغانستان استازولي وکړي.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د افغانستان د ناشنوانایو ټولنې رئیس او ولایتي مسؤلینو سره وکتل
عقرب ۲۶، ۱۴۰۳

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست وخت پر وخت له مختلفو اقشارو سره ملاقاتونه کوي، د دوی ستونزې او نظرونه اوري او د حل په موخه یې له اړوندو ادارو او مسؤلینو سره شریکوي، نو ستاسو غوښتنې...

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د تڼيو قوم له يو شمېر مخورو او مشرانو سره وکتل
عقرب ۲۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، يادو قومي مخورو او مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت د اسلامي نظام په توګه افغانانو ته د خدمت او د ولس د ستونزو د حلولو مسؤلیت لري او همدې موخې ته د رسېدو لپاره...

په کابل کې د درمل پلورونکو ټولنې له استازو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه
عقرب ۲۴، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر د درمل پلورونکو ټولنې غړو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت د افغان پانګوالو ملاتړ کړي او دا لړۍ به همدا ډول دوام ولري.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ميرزکې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو سره وکتل
عقرب ۲۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د میرزکې ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د امنيت په څېر د خلکو د لومړنۍ غوښتنې له پوره کېدو وروسته اوس د اسلامي امارت ټوله هڅه اقتصادي...

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال «د وړو تمویلونو ملي کنفرانس: فرصتونه او ننګونې» کې ګډون وکړ
عقرب ۲۳، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړ شوي کنفرانس ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، د وړو تمویلونو سکټور څخه ګټه اخیستونکي عام او بې وزله خلک، بزګران او د وړو کاروبارونو څښتنان دي او د دوی لاسنیوی د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ګډ هدف دی.