خبرونه

د رياست الوزراء اداري مرستيال د اهل تشيع يو شمېر متنفذينو او مشرانو سره وکتل
عقرب ۱۷، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشيع متنفذينو او مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، افغانستان د ټولو شريک کور دی او اسلامي امارت د مسؤل حکومت په توګه د افغان ملت په خدمت کې دی.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار او لوګر ولایتونو يو شمېر قومي مشرانو سره وکتل
عقرب ۱۷، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر له ننګرهار او لوګر ولایتونو څخه راغلو مخورو او قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه، اسلامي امارت افغانانو ته د غوره ژوند د اسانتیاوو برابرولو هڅې کوي.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د ارګ جامع جومات د معلوماتي لوحې لګولو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
عقرب ۱۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع خبرې وکړې او وې ویل، د ارګ جامع جومات او ماڼیو لپاره د معلوماتي لوحو برابرول یو نیک ګام دی او د ارګ جامع جومات او نورو تاریخي ماڼیو او ځایونو لپاره یاد معلومات ګټور او ارزښتناک دي.

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه
عقرب ۱۷، ۱۴۰۳

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د لوګر او بغلان ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال جلا کتنې
عقرب ۱۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو قومي مشرانو څخه په مننې وویل، اسلامي نظام د ټولو افغانانو شریک دی، هغه زیاته کړه، اسلامي امارت خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د دوی د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

د ویاند دفتر له لوري د وزارتونو او خپلواکو ادارو ویندویانو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه
عقرب ۱۶، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د دغې غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو ویندویانو سره د همغږۍ په دغه غونډه خوښي وښوده او ویندویانو ته یې د محترم رئیس الوزرا...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل جهادي مدرسې استادانو سره وکتل
عقرب ۱۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو مشورې او وړاندېزونه په خورا حوصله اوري او د پلي کېدو لپاره یې هڅې کوي. نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په خپلو چارو کې...