خبرونه
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر یادې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، اسلامي نظام د ټولو افغانانو ارزو وه او ټول یې د مالکیت حق لري. د بامیانو ولسونه د ستایلو دي چې له اسلامي امارت سره همکاري لري او چاته د مخالف حرکت اجازه نه ورکوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت علماوو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د اسلامي امارت اړوند مسوولین خلکو ته د خدماتو برابرولو او د هوساینې او ارامي د تامین لپاره شپه او ورځ کوښښ کوي.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال قاري عبدالستار سعید وویل، د هر مالي کال په پای کې د تشکیلاتو د ښه والي په موخه غونډې جوړېږي او د اسلامي امارت د رهبري لارښوونه داده چې د تشکیلاتي پړسوب...
د یادکمېسیون د دارالانشأ رئیس محترم مولوي ذاکرالله ذاکر دغو راستنو شویو پخوانیو پوځیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت له عمومي عفوې وروسته له هیچا د پخوانۍ دندې او کړنو پوښتنه نه ده کړې او د عفوې فرمان په بشپړ ډول عملي شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې نهمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ ھ ق کال د جمادي الاول نهمه/لړم ۲۱مه» نېټه ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو مسؤولینو څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او د هغوی د مبارزې او قربانیو له برکته منځته راغلی دی.
محترم مولوي عبدالکبیر له دغو محصلینو سره په لیدنې خوښي څرګنده کړه او وې ویل، افغان ټولنه ښه ظرفیتونه لري او اسلامي امارت د ځوانانو او کادرونو ښې روزنې ته پوره ژمن دی.