خبرونه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د میر عبدالکریم اغا په نوم جوړ شوي جامع جومات پرانیسته وکړه
عقرب ۲۰، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د جومات د مالي ملاتړ کوونکي او د هغه د همکارانو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، جومات جوړونکي د اسلام په دین کې خورا لوړ مقام لري.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال له محترم مولوي انورالحق مجاهد سره وکتل
عقرب ۲۰، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د خلکو د امنیت او ارامۍ تأمین، هغوی ته د خدمتونو وړاندې کول او ستونزو ته یې رسیدګي د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې سره وکتل
عقرب ۱۹، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د ودې په حال کې وبللې او څرګنده یې کړه، دا مهال په افغانستان کې د ګڼ شمېر بهرنیو سفارتونو د فعالیت تر څنګ اسلامي امارت په بهر کې ۴۰ سیاسي استازولۍ په واک کې لري او دا شمېره...

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د اکمال تخصص له زده کړو فارغ شویو څو تنو ډاکترانو سره ولیدل
عقرب ۱۹، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، له افغان ډاکترانو سره په لیدنه خوښي څرګنده کړه وې ويل، اسلامي امارت پر افغان کادرونو تکیه لري، د ښې روزنې ترڅنګ په دولتي ادارو کې ورته د کاري فرصتونو برابرولو ته هم ژمن دی.

د سرپل ولايت يو شمېر مجاهدینو سره د رياست الوزراء اداري مرستیال کتنه
عقرب ۱۹، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دغې کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د اسلامي امارت مسؤلین به په مرکز او ولایتونو کې د خلکو ستونزو او وړاندیزونو ته د رسیدګۍ په موخه تر بل هر وخت زیات کوښښ ترسره...

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د لوګر له یوشمېر مسؤلینو او ځوانانو سره وکتل
عقرب ۱۹، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، د راغلو مسؤلینو او ځوانانو له معلوماتو د مننې تر څنګ د دوی فعالیتونه مثبت و ارزول او زیاته یې کړه، اسلامي امارت له شل کلنې مبارزې وروسته خپل هدفونه ترلاسه کړي، نن په افغانستان کې...

د هیواد د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر علماوو، مشایخو او مشرانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
عقرب ۱۸، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي یادو علماوو، مشایخو او مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د اسلامي امارت اړوند ادارې خلکو ته د خدماتو برابرولو او د هوساینې او ارامي تامین لپاره تل کوښښ کوي.