خبرونه

د جوزجان ولایت د مُردیان ولسوالۍ یو شمېر علماو او متنفذینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
سنبله ۲۸، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي یادو علماوو او متنفذینو ته د ښه راغلاست پرمهال خلکو ته د خدماتو برابرول، د امنیت او ارامي تامین د اسلامي امارت د مسوولینو له دندو څخه وبلل او وې ویل، په مرکز او ولایتونو...

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د پکتيا‌ او پنجشېر د جهادي مدرسو له مسؤلینو او د لغمان د علماؤ شورا رئیس سره وکتل
سنبله ۲۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، د اسلامي نظام په ټينګښت کې د علماؤ ونډه مهمه وبلله وې ویل، د اسلامي امارت مسؤلین د ښې حکومتولۍ او شرعي احکامو په تطبیق کې د علماؤ لارښوونو ته ځانګړي ارزښت ورکوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون غونډه وکړه
سنبله ۲۷، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون غونډه نن له غرمې مخکې د یاد کمېسیون د محترمو غړو په حضور کې ترسره شوه.

د کابينې شپږمه غونډه: د هېواد لرې پرتو سيمو کې ولسونو ته د خدماتو جدي څارنې په اړه بحث وشو
سنبله ۲۷، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپږمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ دوشنبه « ۱۴۴۶ ھ ق کال د ربیع الاول ۱۳مه/ وږي ۲۶مه» نیټه ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ازبکستان سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه
سنبله ۲۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په کابل کې د خواجه یادګار شادمانوف دیپلوماتیک ماموریت او د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اړیکو پیاوړتیا کې د نوموړي هڅې وستایلې او له تاشکند سره یې د اسلامي امارت اړیکې په مناسب حالت...

د فاریاب ولایت یو شمېر علماوو سره د رياست الوزراء اداري مرستيال کتنه
سنبله ۲۶، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال وویل، د امنیت تامین، هیوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول او د هغوی د ستونزو حل د اسلامي امارت له دندو او مسوولیتونو څخه دي...

د سیاسي کمېسیون ناسته ترسره شوه
سنبله ۲۶، ۱۴۰۳

په دې ناسته کې چې د سیاسي کمېسیون غړو، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال مولوي محمدابراهیم صدر هم ګډون درلود، د هېواد او سیمې په وروستیو تحولاتو،...