خبرونه

د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
سرطان ۱۳، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، د امنیت تامین، د ټولنیزې هوساینې برابرول او په بېلابېلو برخو کې د خلکو د ستونزو حلول د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي او په دې برخه کې هیڅ ډول هڅې نه درېغوي.

له یو شمېر اهل تشیع علماوو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
سرطان ۱۳، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي اهل تشیع علماوو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د اسلامي امارت نظام هم ټولو افغانانو پوړې اړه لري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د جمهوریت روغتون د چارو د ترسره کولو په موخه د ګومارل شوي پلاوي غونډه ترسره شوه
سرطان ۱۳، ۱۴۰۳

د جمهوریت روغتون د چارو د ترسره کولو په موخه د ګومارل شوي پلاوي غونډه نن ماسپښین د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د عامې روغتیا وزارت د سرپرست محترم مولوي نورجلال جلالي،...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل
سرطان ۱۲، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر وویل، د لسیزو جګړو او یرغلونو له امله افغانستان او افغانان کړېدلي او زیانونه یې لیدلي دي.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو يو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل
سرطان ۱۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، دغو علماوو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د ولس پر مټ او ملاتړ هغه لويې پروژې پيل کړي چې په تېرو لسیزو کې یوازې د کاغذ پر مخ وې او د پیل شونتیا یې نه وه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له یوشمېر مجاهدینو سره ولیدل
سرطان ۱۱، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، اسلامي امارت د شوروي د یرغل پر مهال د مجاهدینو مبارزې او جهاد ته د قدر په سترګه ګوري.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان هېواد له یوشمېر پانګوالو سره وکتل
سرطان ۱۱، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې پانګونې ته د ازبیکستاني پانګوالو له لېوالتیا څخه مننه وکړه او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې وزارتونه او ادارې به په خپلو اړوندو برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.