خبرونه

له استاد فضل ولي ناګار او یو شمېر استادانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه
سرطان ۱۸، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، له راغلو استادانو څخه په مننې وویل، د ښوونیز او تحصیلي نظام پیاوړتیا اړتیا ده او اسلامي امارت په دې برخه کې ځانکړې پاملرنه لري.

د تېرې ادارې د میدان وردګو والي ته د مصونیت کارت ورکړل شو
سرطان ۱۸، ۱۴۰۳

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشأ رئیس مولوي ذاکر، جنرال مظفرالدین یمین ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، هر افغان په هېواد کې د ژوند کولو حق لري او اسلامي امارت په کور دننه د ټولو وګړو یو شان حقونو ته ژمن دي.

د کابينې لومړۍ غونډه؛ د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ او کابل- کندهار لويې لارې په اړه بحث وشو
سرطان ۱۸، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې لومړۍ غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه « د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د محرم الحرام ۲مه/ چنګاښ ۱۸مه» ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بهر مېشتو افغان کادرونو د انسجام ټولنې له غړو سره ولیدل
سرطان ۱۸، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو افغان کادرونو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د هر افغان مشورې ته د قدر په سترګه ګوري او درناوی یې کوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د جاپان سفیر سره ولیدل
سرطان ۱۷، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر، له افغانانو سره د جاپان له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، هیله من دی چې د دوحې ناستې ګډونوال د نشه يي توکو د بدیل پروګرامونو او د خصوصي سکتور پیاوړتیا لپاره افغانستان سره خپلې ژمنې عملي کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره وکتل
سرطان ۱۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د امنیت تأمین، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او د هیوادوالو ستونزو ته رسیدګي خپله دنده او مسؤلیت بولي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت مختلفې پروژې منظورې کړې
سرطان ۱۷، ۱۴۰۳

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د یوشمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بادغیس – فاریاب لویې لارې د دوهمې برخې قیر اچونه او د همدې لارې د استنادي دیوالونو جوړول، د هرات د نورالجهاد سب سټېشن...