خبرونه
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر، راغلو علماؤ او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، ټول افغانان په اسلامي نظام کې یو شان حقوق لري.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر وویل، ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلن ډډه وکړي او هغوی دې ته لازم سهولتونه برابر کړي.
دغه غونډه چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ...
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، له راغلو استادانو څخه په مننې وویل، د ښوونیز او تحصیلي نظام پیاوړتیا اړتیا ده او اسلامي امارت په دې برخه کې ځانکړې پاملرنه لري.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشأ رئیس مولوي ذاکر، جنرال مظفرالدین یمین ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، هر افغان په هېواد کې د ژوند کولو حق لري او اسلامي امارت په کور دننه د ټولو وګړو یو شان حقونو ته ژمن دي.
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې لومړۍ غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه « د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د محرم الحرام ۲مه/ چنګاښ ۱۸مه» ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو افغان کادرونو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د هر افغان مشورې ته د قدر په سترګه ګوري او درناوی یې کوي.