خبرونه
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کنړ والي ته د ښه راغلاست پرمهال په هیواد کې د ثبات او ارامي تامین او په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدماتو رسول د اسلامي امارت له دندو او ژمنتیاوو څخه وبلل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو قومي مشرانو څخه د مننې تر څنګ وویل، اسلامي امارت هیڅ ډول قومي، سمتي، نژادي او مذهبي تعصب ته ځای نه ورکوي او کوښښ کوي چې ټولو هېوادوالو ته یو شان خدمات وړاندې کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام د ټولنې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، ستاسو کړنې عامالمنفعه دي او د کړنو او فعالیتونو څخه مو د افغانستان وګړي برخمن دي له همدې کبله د هر اړخیزې همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لوړو زدکړو مسؤلینو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت د افغانستان د رغولو او د تحصیلي او تعلیمي بنسټونو د پياوړتیا چارې پیل کړي دي. افغانستان مسلکي او متخصصو کادرونو...
په دې غونډه کې د هیواد د میوه جاتو او کرنیزو محصولاتو د استفاې رایجولو پر څرنګوالي، د کرنې سکتور پر پیاوړتیا، د کرنیزو محصولاتو له اړخه د ځان بسیاینې د لاروچارو پر ایجاد، له هیواده بهر د کرنیزو محصولاتو او میوه جاتو...
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، یاد وزارت دې د قومونو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي او د شخړو هوارول یې مهم اقدام وباله.