خبرونه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د جاپان سفیر سره ولیدل
سرطان ۱۷، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر، له افغانانو سره د جاپان له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، هیله من دی چې د دوحې ناستې ګډونوال د نشه يي توکو د بدیل پروګرامونو او د خصوصي سکتور پیاوړتیا لپاره افغانستان سره خپلې ژمنې عملي کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره وکتل
سرطان ۱۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د امنیت تأمین، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او د هیوادوالو ستونزو ته رسیدګي خپله دنده او مسؤلیت بولي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت مختلفې پروژې منظورې کړې
سرطان ۱۷، ۱۴۰۳

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د یوشمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بادغیس – فاریاب لویې لارې د دوهمې برخې قیر اچونه او د همدې لارې د استنادي دیوالونو جوړول، د هرات د نورالجهاد سب سټېشن...

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د يو شمېر قومي مشرانو، علماؤ او بېلابېلو ادارو له مسؤلینو سره ولیدل
سرطان ۱۶، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له دوی څخه په مننې وویل، افغانستان او اسلامي امارت د ټولو افغانان شریک کور دی او هر افغان پکې د نظر او مشورې ورکولو حق لري.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
سرطان ۱۴، ۱۴۰۳

په دې غونډه کې، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست محترم مولوي عطاء الله عمري او د دغه وزارت د متخصصينو ډلې هم حضور درلود، د بديل معيشت پنځه کلن پلان پر طرحې او د کرنيزو محصولاتو او مالدارۍ د ارزښت...

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل
سرطان ۱۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، اسلامي امارت په خپلو سیاستونو کې خپلواک دی او په هېڅ قیمت به د خپلو ولسونو او اسلامي او ملي ارزښتونو پر سر معامله ونه کړي.

له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنې
سرطان ۱۳، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مخورو او علماوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د ټولو حکومتي بنسټونو دروازې د ملت پر مخ پرانستې دي او ولسونه کولای شي د خپلو غوښتنو ترڅنګ سلا مشورې هم له چارواکو سره شریکې کړي.