خبرونه
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د نورستان د ولسونو قربانیو ته په اشارې له اسلامي امارت سره د هغوی د همکارۍ قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، اسلامي امارت به د نورستان په ګډون ټولو محرومو سیمو ته ځانګړی پام وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کندز ولایت ځايي مسؤلينو او مجاهدينو سره په دې ليدنې خوښي وښوده او د اشغالګرو پر وړاندې په جهاد کې يې د افغان ملت او په ځانګړي ډول د کندز د مجاهدينو د رول ستاينه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال کونسل ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، افغانستان او پاکستان د دوو مسلمانو ګاونډيو هيوادونو په توګه په مختلفو برخو کې تاريخي...
په یاده غونډه کې محترم مولوي عبدالکبیر، د مسکراتو او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې عالي کمېسیون د طرزالعمل پر څرنګوالي او غني کولو خپل نظر مطرح او ګډونوالو ته یې د راتلونکو غونډو د اجنډا په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د بغلان او کاپیسا علماؤ ته د ښه راغلاست پر مهال له اسلامي امارت سره د هغوی له همکارۍ په مننې وویل، د غرب پر وړاندې د جهاد بریا د افغان ولس د قربانیو په پایله کې ترلاسه شوه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان بین المللي بانک له رئیس سره پر کتنې خوښې څرګنده او د بانکونو په ځانګړي ډول خصوصي بانکونو رول یې د هیواد د پرمختګ او پراختیا لپاره حیاتي وباله.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د ګلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه بحث وشو.