خبرونه

د رياست الوزراء اداري مرستيال د بغلان ولايت يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره وکتل
سرطان ۱۰، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، د سراسري امنیت تأمین او د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول د اسلامي امارت له مسؤليتونو څخه دي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال يو شمېر علماوو او د اسلامي امارت مسؤلينو سره وکتل
سرطان ۱۰، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ټولو ته د ښه راغلاست او مننې ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره قوي اراده لري او د هیواد ابادي د ټولو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

د تېرې ادارې یو شمېر مسؤلینو او پوځيانو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول
سرطان ۱۰، ۱۴۰۳

په راستنو شويو کسانو کې د مجاهدینو حکومت د اوبو او برېښنا وزیر انجینر سید محمد ایوب هم شامل و او نوموړي د اسلامي امارت لخوا په بهر کې مېشتو افغانانو ته بېرته هیواد ته د راستنېدو زمينې په برابرېدو خوښي وښوده او وې ويل، افغان شخصیتونو...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو عمومي رئيس سره وکتل
سرطان ۱۰، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د نړۍ له ټولو هیوادونو سره پر ښه او مثبت تعامل د ټېنګار تر څنګ وویل، د هر اړخيزې سياسي پاليسۍ په رڼا کې اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د تعامل او اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

د بادغیس ولایت له یو شمېر علماؤ او مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
سرطان ۰۹، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت له علماؤ او مجاهدینو سره پر کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، د امنیت تأمین، په بېلابېلو برخو کې ولسونو ته د خدماتو رسول او د دوی ته د هوساینې زمینه برابرول...

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت د درزاب او قوشتپې ولسوالیو له یو شمېر علماؤ او متنفذینو سره وکتل
سرطان ۰۹، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د درزاب او قوشتپې ولسوالیو له علماؤ او مشرانو سره پر کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، د امنیت تأمین او په بېلابېلو له هغې جملې د روغتیا په برخه کې ولسونو ته د خدمتونو...

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ او متنفذینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
سرطان ۰۹، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ راغلو علماؤ او متنفذینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د اسلامي امارت مسؤلین د ټولو وطنوالو د وړاندیزونو او نظریاتو د اورېدو هرکلی کوي او په بېلابېلو...