خبرونه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند غور ولایت ته سفر وکړ
جوزا ۲۴، ۱۴۰۳

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند غور ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له مسوولینو سره وکتل او هغوى ته يې د وروستیو سېلابونو له امله د رسېدلو زیانونو له امله د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.

اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د سروبي دوهم بند د جوړېدو او په جوزجان کې د ۳۰۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه بحث وشو
جوزا ۲۴، ۱۴۰۳

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د کابل ولایت اړوند د سروبي دوهم بند د جوړېدو، په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید، د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د رغنیزو موادو...

د ولسوالیو د حدودو د تثبیت، برابروالي او د اړوندو نقشو د توحید په اړه د ګومارل شوي پلاوي غونډه جوړه شوه
جوزا ۲۳، ۱۴۰۳

په دې غونډه کې د ښاری سیمو، ولسوالیو او کلیو د سرشمېرنې، د حدودو د ټاکلو، نقشو او د ډیجیټلي کادستري سروې په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه او په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

د ترکیې هیواد د یو شمېر خیریه بنسټونو استازو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
جوزا ۲۳، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د ترکیې دولت او خلکو د انسان دوستانه مرستو قدرداني وکړه.

د هیواد د بېلابېلو خونو غړو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
جوزا ۲۳، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په داسې حال کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي هم حضور درلود، د هیواد د بېلابېلو خونو یو شمېر غړو سره وکتل.

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
جوزا ۲۲، ۱۴۰۳

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د سرو زرو د موقت صدور پر کړنلارې، نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو پر ورکړې، په دولتي ادارو کې د اوسنیو څراغونو پر ځای د اېل اي ډي څراغونو

د کابينې درويشتمه غونډه؛ د کابل ښار ماسټر پلان د تطبيق پرېکړه وشوه
جوزا ۲۱، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې درويشتمه غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «ذی الحجې ۳مه/ غبرګولي ۲۱مه» ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.