خبرونه
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، افغانستان د افغانانو ګډ کور یاد کړ او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د افغانانو د مساوي حقونو پر بنسټ هڅه کوي په هره برخه کې متوازن انکشاف رامنځته کړي.
محترم ډاکتر ملا واسع د کابل ښار د اساسي اړتیاوو پوره کولو لپاره د کابل ښاروالۍ فعالیتونه د قدر وړ وبلل او زیاته یې کړه، په ټول کابل ښار کې د مهمو پروژو کارونه بشپړ شوي یا روان دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د روښانه او پرمختللي افغانستان لپاره پوهنه خورا مهمه وبلله وې ویل، معارف وزارت د ښه ظرفیت په لرلو سره د دیني او عصري زده کړو په برخه کې مهمې کړنې ترسره کړې دي.
د يادو مسؤلینو د معلوماتو له اورېدو وروسته د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير وویل، ټولې امارتي ادارې باید له خلکو سره داسې غوره او نېک چلند وکړي چې خلکو ته د امید او ډاډ سمبول وګرځي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال: افغانستان او ترکمنستان ګډ تاریخي، دیني او فرهنګي روابط لري چې د دغو روابطو د لازیاتې پیاوړتیا لپاره په یاد هیواد کې د افغانستان د سفارت مسؤلین مکلف دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یاده کتنه خوښي څرګنده کړه وې ویل، سوداګر او پانګوال په واقعیت کې د هیواد پانګه ده او د افغانستان اسلامي امارت له دې پانګې څخه د ملاتړ په برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
محترم مولوي عبدالکبیر: الحمد الله نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم، په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تأمین او د هېواد هرې سیمې ته ودانیزې چارې په پام کې نیول شوي دي.