خبرونه

د ریاست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د حج ملي کميټې غوڼده وشوه
جدی ۱۲، ۱۴۰۲

د غونډې په پيل کې د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزير محترم شیخ القرآن و الحدیث مولوي نور محمد ثاقب د ۱۴۴۵ ه-ق کال د حج پروسې د اجرااتو مفصل راپور وړاندې کړ.

د کابل د علماؤ شورا او مدرسو له يو شمېر مدرسینو سره درياست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه
جدی ۱۲، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر د مدرسو ټولو طلباؤ ته د زدکړو زمینې د چمتو کولو په موخه د دیني مدرسو د شمېر زياتول اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، حکومت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ښوونځيو په څنګ...

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز او ملي دفاع وزارت ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک، لاسلیک شو
جدی ۱۲، ۱۴۰۲

په پیل کې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاون، محترم قاري عبدالستار سعید، د دغو مراسمو په اړه خوښي وښوده وې ویل: ملي دفاع وزارت د یوې منظمې اسلامي اردو د رامنځته کولو او پیاوړتیا،...

د مالیې وزیر، د کابل امنیه قومندان او د چارو ادارې د کادري اصلاحاتو، تشکیلاتو او بیاکتنې رئيس سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه
جدی ۱۱، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له یادو چارواکو څخه په مننې وویل، له اشغال وروسته د اسلامي امارت یوه موخه د هېواد بیارغاونه ده او حکومتي چارواکي او مسوولین دې خپلې چارې په ښه توګه مدیریت کړي؛ څو اسلامي امارت خلکو ته د غوره خدمت جوګه شي.

د کابل والي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
جدی ۱۱، ۱۴۰۲

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د کابل د والي کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو سره ولیدل
جدی ۱۱، ۱۴۰۲

په دې ناسته کې چې په کابل کې مېشتو د بدخشان یوشمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او مجاهدینو برخه درلوده، د اسلامي امارت او ملت پر نږدېوالي او ګډې همکارۍ ټینګار وشو.

د هیواد یو شمېر ملي تاجرانو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
جدی ۱۱، ۱۴۰۲

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي تاجرانو او پانګوالو ته د ښه راغلاست پرمهال د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې د هغوی رول مهم وباله.