خبرونه

د جوزجان ولایت د علماوو شورا رئيس سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
جدی ۱۸، ۱۴۰۲

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال وویل، علما د نظام ټينګښت او د بېلابېلو اقشارو په یووالي کې اساسي رول لري، نو لازمه ده د هیواد علما او مشران په دې برخه کې زیات کوښښ وکړي.

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر محترم مولانا فضل الرحمن او ورسره پلاوي د ا.ا.ا له رئیس الوزراء سره ولیدل
جدی ۱۸، ۱۴۰۲

ښاغلي رئیس الوزراء د پاکستاني علماوو پلاوي ته هرکلی ووایو او هیله یې څرګنده کړه چې دغه سفر د دواړو ګاونډیو هیوادونو او وروڼو ولسونو تر منځ د اخوت او مثبتو اړیکو د تقویې سبب وګرځي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر او مل پلاوي سره ولیدل
جدی ۱۷، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغان کډوالو له کوربه توب او له افغانانو سره د شوروي اتحاد ضد جهاد دور کې د پاکستان له مرستې څخه مننه وکړه وې ویل: اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان اسلامي جمهوریت سره ښې...

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک، لاسلیک شو
جدی ۱۷، ۱۴۰۲

په پیل کې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاون، محترم قاري عبدالستار سعید، د دغو مراسمو په اړه خوښي وښوده وې ویل: تعاون او همکاري یو مهم اصل دی او یوه اداره له تعاون او همکارۍ پرته،...

د رياست الوزرا اداري مرستيال د فارياب ولايت يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره وکتل
جدی ۱۷، ۱۴۰۲

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، د امنيت تامين او د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول د اسلامي امارت لومړيتوبونه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي سره ولیدل
جدی ۱۷، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په پيل کې، په ایران کې د وروستیو پېښو له امله چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، ایراني لوري ته تسلیت ووایه وې ویل، داعش د یوه مشترک دښمن په توګه...

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د پوهنې ولایتي رئیسانو لپاره د چارو غوره همغږۍ ورکشاپ کې ګډون او وینا وکړه
جدی ۱۷، ۱۴۰۲

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې مسوولینو د زیار او هڅو ستاینه وکړه وې ویل، اسلامي امارت خپل مسوولیت بولي چې په مرکز او ولایتونو کې ښوونې او روزنې ته عادلانه لاسرسی برابر کړي، ترڅو د هیواد...