خبرونه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت په حوصله د ټولو افغانانو مشورې اوري!
جدی ۲۶، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون په سپېدار ماڼۍ کې د خوست جهادي مدرسې له مشر شیخ افضل حسین او د ننګرهار ولایت له مرستیال والي مولوي سعید احمد سره وکتل.

د کابينې ديارلسمه غونډه؛ د راستانه شویو مهاجرينو د کار او استوګنې په اړه بحث وشو
جدی ۲۵، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دیارلسمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه (رجب المرجب ۳مه/ مرغومي ۲۵مه) نېټه ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

د بغلان ولایت یو شمېر علماوو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
جدی ۲۵، ۱۴۰۲

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت خلکو ته د خدماتو رسول له خپلو اساسي ژمنتیاوو څخه ګڼي او په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدماتو په رسولو کې خپلې هلې ځلې نه درېغوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د ترکيې يو شمېر سوداګرو سره وکتل
جدی ۲۴، ۱۴۰۲

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د سوداګرو او پانګه والو امنيت ته ځانګړې توجه لري.

د رياست الوزرا اداري مرستيال يو شمېر سوداګرو سره وکتل
جدی ۲۴، ۱۴۰۲

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د سيټي لابراتوار د فعاليتونو او کړنو قدرداني وکړه.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د رئيسانو او محتسبينو لپاره د ظرفيت لوړولو سيمينار کې ګډون او وينا وکړه
جدی ۲۴، ۱۴۰۲

د رياست الوزرا اداري مرستيال د دې وزارت د رهبرۍ او مسؤولینو له لوري د دغه ډول سيمینارونو جوړولو له امله د مننې ترڅنګ، دغه ډول سيمینارونه د ظرفيت لوړولو او د ادارو د مسوولينو او کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره مهم وبلل.

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د کابل ښار ۱۵ ناحیې ګذر وکیلانو سره وکتل
جدی ۲۴، ۱۴۰۲

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع: ځوانانو ته د کارموندنې، اقتصادي ځان بسیاینې ته د هیواد د رسېدلو او د امکاناتو په چوکاټ کې د خلکو د ستونزو حل لپاره د اسلامي امارت مسوولین شپه او ورځ زیار باسي او د الله (ج) په توفیق به انشاء الله دې اهدافو ته رسېږو.